IQNA

  امریکا له ایران سره د جګړې د  پایلو له وېرې د اوربند پریکړه وکړه

5:44 - June 30, 2025
د خبر لمبر: 3491337
  د لیبيا لوي  مفتي شیخ صادق الغریاني د صهیونیسټ رژيم  د تیریو په ځواب کې ایران د توغندوي بریدونو د اغیزو په اړه، چې د د فلسطین د نیواکي  شويو سیمو په ژورو برخو ئې  کړي، وویل: دغه شخړه  لا دویمې اوونۍ ته نه وه رسیدلې چې د امریکا ولسمشر د دغې جګړې د  پایلو له  وېرې  د دغې جګړې د درولو  پریکړه وکړه.  دا په دې خاطر وه ، چې په دې جګړه کې اسرائیل په داسې حال کې بریدونه کوي چې خپله هم ویجاړیږي، د غزې په اپوټه، چیرې چې یوازې صهیونیست رژیم وژني  کوي او پخپله  په امان کې دی.

 زمونږ خبریال د  ایکنانیوز  له قوله راپور راکوي، د سیمې د وروستیو بدلونونو  او د صهیونیسټي رژیم او د ایران  د اسلامي جمهوریت ترمینځ د وروستۍ جګړې په غبرګون کې،  د لیبیا لوی مفتي شیخ صادق الغریاني، په خپلې شخصي ټولنیزې پاڼې کې د امریکا او عربي رژیمونو دریځونه په کلکه وغندل.

الغریاني وویل چې د ایران او اسرائیلو ترمینځ جګړې ته د امریکا غبرګون سمدستي او  چورلټ  و. ځکه چې اسرائیل  لالهانده شوي وو، نوموړي زیاته کړه: جګړه لا دویمې اوونۍ ته نه وه رسیدلې چې یهودی لابئ  پر ټرمپ د جنګ ددرولو لپاره دباؤنه زیات کړل  چې یا په جنګې برخه واخلي او یا دغه جنګ ودروي ،څو د اسرائيلو وجود وژغوري.

هغه وویل: هغه توغندي او ډرونز  چې د ایران له خوا پر اسرائیلي تیریګرو  وویشتل شول، صهیونیستي ښارونه ئې ولړزول ، لوړې ودانۍ ئې د خاورو په ډېر بدلې کړې او خلک ئې پناه ځایونو ته تښتې مجبوره کړل. نو همدې وېرې امریکا دې ته اړ کړه چې د خپل متحد د ژغورنې لپاره اقدام وکړي.

د لیبيا مفتي په  عربي او اسلامي  واکوالانو باندې په سختو نیوکو سره   وویل: په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر په دوو اونیو کې د صهیونیستانو د ژغورنې لپاره اقدام وکړ، عربي واکولان کابو  دوه کاله کیږي چې د غزې د خلکو د وژنو، قحطۍ او محاصرې په وړاندې چوپه خوله  دي. دوی نه دیني غیرت لري او نه انساني شرافت، او په بې شرمۍ سره د اسلام د دښمنانو په خدمت کې دي.

هغه زیاته کړه: د امریکا ولسمشر تازه  فارس خلیج  دڅنډې   هیوادونو ته  له سفره  ستون شوی او د سیمې  له واکوالانو سره ئې د پنځو ټریلیون ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړي، چې شاید د اسرائیلو له تاریخي ملاتړ ه زیات وي، خو دغو واکوالانو  حتی دا شرط هم نه دی ایښی چې د دې مرستو یوه برخه  دې د غزې د کلابندئ  د ختمولو او د  بشري مرستو د لېږلو لپاره وکارول شي.

الغریاني په پای کې  مسلمانو ولسونو  په خطاب کې و ویل: که واکوالان  خیانت کوی او د فلسطین د جهاد له ملاتړ ه یې مخ اړولی، نو دا د اسلامي امت دنده ده چې چوپ پاتې نه شي. خلک باید په ټولو اسلامي هېوادونو کې سړکونو ته راووځي، احتجاج وکړي، مالي مرستې ټولې کړي، دښمن بایکاټ  کړي او په ټولو وسایلو او توانمنیو  سره د اسلامي مقاومت ملاتړ وکړي، ځکه دا ملاتړ یوه شرعي فریضه ده  څو نیواکګر جنایکار دښمن ناکام شي او له اسلامي ټآټوبو ووځي. 

https://iqna.ir/fa/news/4291567

captcha